کابل باختر د لړم دمياشتې ٢١:
په کابل کې پرون مازيګر دنجونو دفوټبال سياليو په يوې لوبې سره دوام وموند .
دنجونو دفوټبال دکميټې مسوولې هاجر ابو الفضل دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې لوبه کې دکابل پوهنتون ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره د اتحاد ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ چې دوه ورځې مخکې د نجونو دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ د هيواد فدراسيون په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې هره ورځ په يوي لوبي سره دوام مومي
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : ټاکل شوې ده نن مازيګر دسنګر دB او داتفاق ټيمونه د دغو سياليو په دوام لوبه وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ