فرهنګ

په بيلابيلو څانګو کې دافغان ځوانو ښځو په ځواکمنې باندې ټينګار وشو

٤٩-کابل باختر د تلي اوومه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست  ډاکتر کمال سادات نن  دافغان  ځوانوښځو لپاره دپيوستون  او ځواکمنۍ  موسسې  له رييس سره  په کتنه کې  په بيلابيلو برخو کې  دځوانو ښځو  دځواکمن کولو په خاطر  په ګډې همکارۍ باندې ټينګار وکړ .
  دباختراژانس دخبر يال دخبر له مخې: په دې کتنه کې  دافغان  ځوانو ښځو لپاره  دځواکمنې او پيوستون موسسې  رييسې  ګلالي سليمان خيل  داړوندې موسسې  دکړو وړو او فعاليتونو دڅرنګوالي  په باره کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست ته معلومات ورکړل  او دځوانوښځو دځواکمن کولو په خاطر  دفعاليتونو په برخه کې يې  دځوانانو دمعينيت  همکاري  مهمه او ارزښتناکه وبلله .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين اوسرپرست ډاکتر  کمال سادات  دهېواد  په مرکز او ولايتونوکې  دښځو دځواکمن کولو دپروګرامونو دعملي کولو په خاطر  ددغې موسسې  رييسې ته ددغه وزارت دهمکاري  ډاډ ورکړ .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه  چې ټاکل شوې ده  په نږدې راتلوونکي کې دځوانانو دچارو معينيت  او دافغان ځوانو ښځو لپاره  دپيوستون  او ځواکمن کولو  موسسه  دهېواد  په مرکز او ځينو ولايتونوکې يوشمير  افغان  ځوانو ښځو ته دليک لوست دزده کړې کورسونه  او دغه راز  د ګنډلو ، دموبايل دترميمولواو ارکنديشن   په  څانګو او په ځينو نورو څانګو کې دزده کړې  زمينې برابرې کړي .
په همدې ترتيب په دې کتنه کې په بيلابيلو څانګو او حرفو کې  دروزنيزو زمينو دبرابرولو په لاره کې  د افغان  ځوانوښځو دځواکمن کولو په خاطر  دځوانانو دچارو دمعيينيت او دافغان ځوانو ښځو لپاره  دپيوستون  او ځواکمن کولو موسسې  په زياتو  ګډو همکاريو باندې ټينګار  وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته