نړۍ

په عراق کې د چاودنو له امله څه ناڅه شپيته تنه ووژل شول

بغداد  باختر د لړم شپږمه :
  په عراق کې پرون د چاودنوله امله څه ناڅه يو شپيته تنه ووژل شول. پخوا د تلفاتوشمېرنهه ديرش تنه ښودل شوى و.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د نهو بمونو چاودنې چې په بغداد ښارکې وشوې؛ يو څلويښت تنه ووژل شول او يو سلو لس تنه نور ټپيان شول او د عراق په نورو ښارونوکې د چاودنو او ډزو له امله يو ويشت تنه ووژل شول.
دغه راز دبغداد په شمال کې د سوداګرۍ په يوه سيمه کې د دوو موټر بمونو د چاودنې له امله اته تنه ووژل شول اواتلس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز په بل موټرکې ځاى پرځاى شوى بم په موصل ښاريو بانک ته څېرمه وچاوديدچې په هغه کې د دريو عسکرو په ګډون څوارلس تنه ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول .
دغه کسان د پيسو د ترلاسه کولو لپاره دغه بانک ته ورغلي و. دعراق په بعقوبه اوموصل ښارونوکې د ډزو له امله پنځه تنه ووژل شول.
دغه  بريدونه دهغو بريدونو لړۍ ده چې امله يې دتيرې ميلادي مياشتې په بهير کې څه ناڅه شپږسوه پنځوس تنه او په روان کال کې پنځه زرو درې سوه پنځوس تنه وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته