امنیت

يوڅلور کلن ماشوم په پروان کې وتښتول شو اوپه کابل کې وژغورل شو

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دکابل پوليسو يو تښتول شوي څلور کلن ماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه  آزاد کړ.
دباختر اژانس دخبرله مخې :
د کابل دساحوي زون دپوليسو دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس  جنرال محمدظاهر نن په يوه خبري غونډه کې وويل دغه ماشوم چې ميلاد نوميږي شل ورځې مخکي دپروان ولايت  له مربوطاتو څخه تښتول شوي و او کابل ته ليږدول شوي و  .
تښتوونکو  ددغه ماشوم دخلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه يې ديومليون امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه .
جنرال ظاهر وويل  دکابل دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رياست کارکوونکو ددغه ماشوم  پټنځاي  دکابل په شکردره کې تثبيت کړ  اوپوليسو  له تښتوونکوسره  په وسله واله نښته  کې دوه تنه يې ټپيان  او درې تنه نوريي ونيول  اوماشوم يې دهغوى له منګولو څخه  آزاد کړ او کورنۍ ته يې وسپاره .
انسان تښتوونکو چې دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ اوسيدونکي دي په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړي دي  او ويلي يي دي  چې  په يو لړنورو جنايتونو کې يې هم لاس درلود.
جنرال ظاهر  دانسان تښتونې وروستۍ پيښه په کابل کې يوه بې ساري  پيښه بولي اوټينګار کوي چې دکابل دپوليسو هلوځلو  ددغه شان پيښو ګراف ټيټ کړي دي   لکه څنګه چې  دروان کال   په وروستيو شپږو مياشتو کې  دانسان تښتونې يوازي پنځه مورده د کابل له پوليسو سره ثبت شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته