امنیت

نهه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې په اړوند ونيول شول

کابل/دلیندۍ۱۰مه/باختر
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو پرون ٩ تنه په څلورو ولايتونوکې د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې په اړوند ونيول.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو کسانو کې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه له ٤٠ کيلوګرامه هيروئينو او چرسو سره په جلال آباد ښارکې، دوه تنه له ٨ کيلوګرامه هيروئينو سره د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په قيله دره کې او يو تن بل په ميمنه ښارکې نيول شوي دي.
همدارنګه د مولانا جلال الدين محمد بلخي د هوايي ډګر سرحدي پوليسو دوه قاچاق وړونکي چې غوښتل يې درې کيلوګرامه خوړل شوي هيروئين؛ له هېواده بهر ته لېږدوي؛ په دغه ډګرکې ونيول.
ختم- عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته