رياض باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
سعودي عربستان پرون د دغه هيواد دقطيف په ولايت کې ديو پاکستاني تبعه
سر غوڅ کړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې : د دغه پاکستاني تبعه سر دنشه يي توکو د ترافيکو په جرم غوڅ کړاى شوي دى .
د ده په اعدامولو سره دهغو افرادو شمير چې په روان کال کې اعدام شوي دي
يو اويا تنو ته رسيدلى دى .
درسمي شميرنو له مخې : تيرکال هم په دغه هيواد کې شپږ اويا تنه اعدام شوي و
په سعودي عربستان کې قتل ، جنسي تيرى ، وسله واله غلا او دنشه يي توکو قاچاق د مرګ سزا لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ