سیاست

ناتو : په افغانستان کې دسراسري سولې تر تامينولو پورې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
ناتو وايي چې په افغانستان کې به دسراسري سولې ترتامينولو پورې په دغه هېواد کې شتون ولري او له افغانستان سره به ددغه هېواد دامنيت دتامينولو او دسرتيرو دروزنې په لاره کې  مرسته وکړي .
په افغانستان کې  دناتو ملکي استازى نيک کي قندهار ولايت ته په خپل سفر کې وويل چې دغه سازمان به دامنيت دتامينولو په لاره کې  په خپلو پښو ددريدوپه خاطر له افغانستان سره  همکاريو ته دوام ورکړي .
هغه دغه راز وويل چې نړۍ په افغانستان کې دشفافواو عادلانه انتخاباتو دترسره کولو غوښتنه کوي .
په افغانستان کې  دبهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات ميلر په داسې حال کې چې قندهار ته په سفر کې  دناتو له ملکي استازي سره ملګرى و وويل چې بهرني پوځيان  دسولې دخبرو اترو تر څنګ به په افغانستان کې دډار اچوونکو پرخلاف خپلو مبارزو ته دوام ورکړي .
دقندهار والي حيات الله حيات په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو له ملکي او پوځي مقاماتوسره په کتنه کې وويل  چې افغانستان اوس هم دبيا رغاونې او له پوځي پلوه  په خپلو پښو تر دريدو پورې  دنړيوالې ټولنې مرستو ته  اړتيا لري .
  ختم- ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته