امنیت

دملي اردو يوشمېر منسوبين د غازي آباد دپيښې په اړوند له دندوڅخه ګوښه شول

کابل باختر دکب شپږمه :
دملي دفاع وزارت ويندوى نن دکونړ ولايت دغازي آباد دپيښې په اړوند دملي اردو د نهو تنو منسوبينو دګوښه کيدو خبرورکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د ملي دفاع وزارت ويندوى تورن جنرال ظاهرعظيمي چې د خبريالانو په وړاندې خبرې کولې وويل چې دغه تصميم دملي دفاع وزارت د دفاع دعالي شورا په فوق العاده غونډه کې چې د ملي دفاع د وزير ستر جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ جوړه شوه؛ ونيول شو .
د دفاع دعالي شورا دڅرګندونو له مخې: دلوى درستيز درپوټ له اوريدو وروسته تجويز ونيول شو چې د٢٠١سيلاب قول اردو د دويمې لوا قوماندان، ددريم کنډک  قوماندان د اړونده کنډک دڅلورم ټولى قوماندان، د دريم کنډک د اوپراسيون آمر، دکشف مديران او د قول اردو او د دويمې لوا د استخباراتو آمران او د دويمې لوا  د دويم کنډک دکشف آمر دې دچارو دمسوولينوپه ټوګه چې په خپلو دندوکې يې بې پروايي او غفلت کړي دي؛ له دندوڅخه ګوښه او د تحقيق او څيړنې لپاره دې اړوندو ارګانونو ته وروپيژندل شي.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په عالي شورا کې دملي اردوپه وړاندې د هيواد د خلکو د ښو ولولو او هراړخيز ملاتړله امله مننه اوقدرداني وشوه او طرحه شوه چې د دوى دغه ملاتړ د ګډو دندو په اجرا کولوکې ځواکمني وربخښي .
عظيمي زياته کړه: دملي دفاع وزارت لوى درستيز چې د يو هيئت په مشرۍ  د تحقيق لپاره د کونړ ولايت د غازي آباد ولسوالۍ ته تللي و؛ غونډې ته زيات جزئيات وړاندې کړل.
شورا ددغه رپوټ له اوريدو وروسته وپيتله چې دغه منسوبين دې  له دندو څخه ګوښه او د تحقيق لپاره اړوندو ارګانونوته وروپيژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته