سیاست

پنتاګون په افغانستان کې د خپل پوځي افسر وژل کېدل تائيد کړل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل يوه ځانګړي افسر وژل کېدل تائيد کړل.
دغه افسر چې جيمز راين سورتور نوميده؛ د شنبې په ورځ د هېواد په لوېديځ فراه کې له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
د امريکا دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ځانګړي افسر وژل کېدل تائيد کړل.
په امريکا کې جګپوړي مقامات وايي چې هغوى په افغانستان کې د ډار اچوونکو په وړاندې د افغان پوځيانو زده کړې ته دغه راز دوام ورکوي.
په وروستيو١٨کلونوکې چې امريکا په افغانستان کې پوځي شتون لري؛ څه دپاسه  ٢٤٠٠ پوځيان له ډار اچوونکو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
  ختم_شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته