سیاست

حامدکرزي ددولت له يوشمير جګپوړو مقاماتوسره په اماني ليسه کې خپله رايه وکاروله

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي خپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړه .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   حامدکرزى په داسې حال کې  چې  ددولت يوشمير  جګپوړو مقاماتو او دجمهوري رياست  دلومړي مرستيال محمديونس قانوني له خو ايې ملګرتيا کيده  داماني ليسې  درايو ورکولو   حوزې ته لاړ او دنظر وړ  نوماند ته يې رايه ورکړه .
جمهور رييس کرزي په لنډو خبرو کې له خلکو څخه وغوښتل چې دخپلې رايې په کارولوسره   دې د جمهوري رياست انتخاباتو ته مشروعيت ورکړي اوخپل راتلوونکى مشر دې  په خپله انتخاب کړي .
دغه راز محمد يونس قانوني  په هېواد کې دجمهوري رياست انتخابات ملي جشن وباله اوله ټولو هېوادوالو څخه يې وغوښتل چې درايو  ورکولو  حوزو ته  په ورتګ سره خپل ملي مکلفيت ادا کړي .
ديادونې وړ ده چې دملي دفاع وزير بسم الله محمدي هم په  همدې حوزه  کې خپله رايه وکاروله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته