کابل باختردثور ٢٤مه :
يو ښوونکى په بغلان ولايت کې پرون ووژل شو.
د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل عابد چې په نهرين ولسوالۍ کې يې د ښوونکي دنده ترسره کوله، د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا د نهرين د زاړه ښار د کور پيتو په ساحه کې ووژل شو.
ده زياته کړه چې پوليسو د دغې وژنې د عاملينو د نيولو لپاره څيړنې پيل کړې دي.
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ