کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ٧ مه
د افغانستان پخوانى جمهور رئیس حامد کرزى پرون د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ښاغلي مطلق القحطاني سره وکتل.
دپخواني جمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو په دويم پړاو چې په دوحه کې به ترسره شي په تفصیل سره خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د دغې ناستې هدف به د همه شموله بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کې تل پاتې سولې ته رسېدل وي.
پخواني جمهور رئیس همداراز په افغانستان کې د سولې د تأمین لپاره د قطر له کوښښونو مننه وکړه او په دې برخه کې یې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ. پاى- سعيده