ټولنه

ډاکترکمال سادات ځوانانو ته په خطاب کې: د هېواد له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړئ

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۳مه
د هېواد  د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په مقصد نن (متحد کابل) د ټولنيزې شورا له خوا په ملي نګارستان کې يوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت        د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرښندنو په قدردانۍ سره وويل: دغه ځواکونه په نامناسبو شرايطو کې له هېواد څخه دفاع کوي او بايد وستايل شي .
د ده دڅرګندونوله مخې: د هر افغان دنده ده چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي .
ده د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد رښتينئ بچيان وبلل.
د ځوانانو چارو معين له خلکو څخه هم وغوښتل چې په هېواد کې د ښه نظم د تامينولو په خاطر له دغو ځواکونو سره همکاري وکړي.
د افغانستان د عالمانو د اسلامي دعوت دبنسټ رئيس سيدعبدالهادي هدايت وويل چې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه د دين، هېواد او دخلکو دپت ساتنه کوي او د افغانستان عالمان د دغو ځواکونو ملاتړ کوي.
د (متحد کابل) د ټولنيزې شورا رييس محمد آصف صديقي وويل چې د امنيت د تامينولو په لاره کې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو سرښندنې د ستاينې وړ دي او بايد د هغوى ملاتړ وشي.
د ده دڅرګندونوله مخې: افغانستان په تېرو څلورو لسيزو کې د ستراتيژيکي موقعيت      له امله د زياتو نا امنيو ډګر و چې د دغو نا امنيو ترشا د دښمن لاسونه دي .
ده له خلکو څخه وغوښتل چې خپل اتحاد او پيوستون وساتي او پرې نږدې چې دښمن  بې اتفاقۍ ته لمنه ووهي .
د دغې غونډې په پاى کې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو يوشمېر سرتېري د متحد کابل د ټولنيزې شورا له خوا وستايل شول.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته