امنیت

په ميدان وردګو دځانګړو ځواکونو په بريدونوکې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د ليندي لومړى :
دميدان وردګو  ولايت په مربوطاتو کې  دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند شل  تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغو طالبانو پرون ناوخته  دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ  دعمر خيلو او دادل  په کليو کې  په يوه وخت له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول .
دميدان وردګو دوالي وياند عبدالرحمن منګل باختراژانس ته وويل چې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په دغو عملياتوکې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون  شل تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دوه شپې  مخکې دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې په ځانګړو ځواکونوپه يولړ  ځمکنيو او هوايي بريدونوکې اوولسو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته .
  ختم_سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته