کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه
په قندهار ولايت کې ١٥ تنه وسله وال طالبان د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات په نېش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو ترسره شول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې د اردو د ځانګړو ځواکونو په دغوعملياتو کې ١٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نوريې تپيان شوي دي .
په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ډلې درې سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې او له منځه وړل شوي دي .
پاى ذکرالله