ايبک باختر د سلواغې د مياشتې ١٧ :
د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې ديوه ښخ کړاى شوي ماين په کشف او شنډولو سره د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدباقر مسعود باخترآژانس ته وويل : دغه ماين د امنيت د ګډوډولو په موخه دښار په يوه دکان کې ځاى پرځاى شوى و چې د امنيتي ځواکونوله خواکشف او دپوليسو دقوماندانۍ دانجنيرى ټيم په واسطه شنډکړى شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ