کابل باختر دمرغومي نولسمه :
د لوګر ولايت امنيتي مسوولين وايي چې وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو په وړاندې ماتې خوړلې ده.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه ټکى د لوګر ولايت امنيتي مسوولينو پرون د دغه ولايت د همغږى مرکز د قوماندانۍ د تيرې يوې اوونۍ د کارونو او فعاليتونو د څرګندولو په بهيرکې بيان کړ .
په دې غونډه کې امنيتي مسوولينو وويل چې وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو په وړاندې ماتې خوړلى دى او د مخامخې جګړې توان نه لري.
دغه راز پوځي مسوولينو زياته کړه چې ددغه ولايت پوځي او ملکي مشرتابه هلې ځلې کوي چې د لوګر اوسيدونکو ته ډاډمن امنيت تامين کړي.
په دې غونډه کې د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي د دغه ولايت د امنيتي حواکونو د برياليتوبونو او فعاليتونه په ستاينې سره له هغو څخه وغوښتل چې د دغه ولايت د خلکو د امنيت د تامينولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل