کابل / دمرغومي ٩مه / باختر :
په بغلان کې پرون دوسله والو طالبانو يوقوماندان له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
دبغلان دامنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو يوسيمه ييز قوماندان اسد الله دپلخمري _ سمنګانودلوى لارې په تګلوري دابراهيم خيلو په کلي کې له امنيني منسوبانو سره په نښته کې ووژل شو .
بشارت زياته کړه چې په دغې نښه کې درې نور وسله وال طالبان هم ټپيان شول . ختم_ سعيده _ اکرم