کابل باختر د مرغومي لسمه : دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو په هوايي بريدونوکې داعشيانو ته دسردرانده زيانونه اوښتي دي دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . افغان هوايي قواوو دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ دمومند درې په شلخې کلي کې دداعشيانو په پټنځيو هوايي بريدونه ترسره کړل چې له امله يې دداعشيانو دډلې داستخباراتو مسوول صديق يار ، سيد عمر شاهد ، هادي ورکزي اودمولوي شاهد کونړى په ګډون ٢٨ تنه داعشيان ووژل شول . په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ