کابل باختر د لړم پنځلسمه :
درې تنه دنشه يي توکو دپلورنې په تور دهرات ولايت دپوليسو له خوا ونيول شول .
دغه کسان دهرات ښار دشپږمې او دولسمې ناحيې اوسيدونکي دي چې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دمديريت دکارکوونکو په جلاجلا عملياتو کې په پرچون ډول دنشه يي توکو دپلورنې په تور ونيول شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې له دغو کسانو څخه څلور سوه اتيا پورى هيروئين ، اپين او يو کيلو او دوه سوه ګرامه چرس ترلاسه شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ