اقتصاد

جمهور رئیس غني: د دولتي ادارو د موجودیت اصلي موخه، خلکو ته خدمت دی

-کابل- باختر د زمري د مياشتې ٧ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه وړمه شپه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په وارسا ناسته کې د افغانستان د لاسته راوړنو، د هېواد په امنیت کې د هغې پر اهمیت، د افغانستان پر اقتصاد د هغې په تاثیراتو او له بین المللي شریکانو سره د افغانستان د اړیکو د ښه والي په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئیس وویل، دا مهال موږ د بروکسل ناستې ته له تګ مخکې د افغانستان خلکو او نړيوالو شریکانو ته د خپلو کړو ژمنو د عملي کولو د ارزونو په حال کې یوو. هغه زیاته کړه چې زموږ ټولې لاسته راوړنې باید په داسې توګه وي چې خلک یې احساس کړي، د بریالیتوب د سنجولو ښه لار اقتصادي اغیزې دي او خصوصي سکتور کولای شي هغه تاييد کړي.
د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري اتحادیې رئیس شیرباز کمین زاده غونډه ته وویل، په قراردادونو کې اصلاحاتو او د عوایدو ډېریدو له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو د ژمنو، حضور او مرستو د دوام سربېره د افغانستان بازارونه ځلولي دي او د افغان سوداګرو په منځ کې یې هیلې راټوکولي دي.
د پرونۍ شپې غونډه کې له اجنډا سره سم، د آیسا ادارې د ادغام پلان او د مرغدارۍ سکتور د ملاتړ  پر طرحې بحث وشو.
په پیل کې د سوداګرۍ وزیر همایون رسا او ددغه وزارت معین باري رحمان د ایسا ادارې د ادغام پروسې د پرمختګونو  په اړه غونډې ته راپور  وړاندې کړ وې ویل، ددغې ادارې ادغام کې دوه برخې شاملې دي: چې یوه سوداګرۍ وزارت ته د جوازونو د صدور څانګې لیږدول او بله برخه د سوداګرۍ او پانګونې قانون تعدیلول دي.
د سوداګرۍ وزارت معین وویل، ددغې ادارې له ادغامه یې موخه بین المللي شریکانو ته په حکومت کې د موازي ادارو د ادغام ژمنه او د افغانستان د خصوصي سکتور د غوښتنې سره سم د جوازونو د صدور پروسه کې اسانتیا او پانګه اچوونکو ته په یو واحد مرکز کې د خدماتو وړاندي کول دي.
دغه غونډه کې د ملي شورا حاضرو وکیلانو سوداګرۍ وزارت ته ددغې ادارې د صلاحیتونو د لیږد د قانوني مراحلو  په څرنګوالي او ددغې ادارې د کارمندانو د جذب او ظرفیتونو څخه په سوداګرۍ وزارت او نورو دولتي ادارو کې د استفادې او  سوداګریزو شرکتونو او پانګه اچوونکو ته د سوداګریزو  جوازونو د صدور، تجدید او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول ځنډ د مخنیوي په برخه کې خپل نظریات وړاندې کړل.
د افغانستان بانک عمومي رئیس خلیل صدیق غونډې ته وویل، د سم تفتیش په خاطر چې د ادغام پروسې یوه برخه ده، باید په یاده اداره کې تدارکاتي بهیر متوقف شي او تر بشپړه ادغام پورې ددغې ادارې د کار د دوام په خاطر دې د ځانګړو پیسو تخصیص ورکول شي، تر څو په شفافه او سمه توګه تفتیش وشي.
په اخر کې، غونډې پریکړه وکړه، اړوند وزارتونه او د چارو اداره دې د تصویب لپاره د قانون مسوده چمتو کړي، د  شرکتونو لپاره دې د جوازونو صدور او تجدید په امتحاني توګه د سوداګرۍ وزارت له خوا ترسره شي.
جمهور وویل، د سوداګرۍ وزارت دې د شرکتونو د جوازونو د صدور او تجدید چارې یوه اونۍ په ازمایښتي توګه په مخ یوسي چې معلومه شي دا وزارت د ادغام لپاره چمتوالی لري او که لا زیاتو تیاریو ته اړتیا لیدل کېږي. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور کولای شي چې د جوازونو د صدور او تجدید په برخه کې د دغه وزارت چمتوالی تشخیص کړي او د رد یا تاييد نظر ورکړي.
همدارنګه غونډه کې پریکړه وشوه، چې د آیسا له خوا دې نوي تدارکات نه کېږي او د دغې ادارې د کار د دوام لپاره دې مشخصه بودیجه د تفتیش له پیلیدو سره اختصاص شي. د غونډې غړو یو وار بیا ټینګار وکړ چې د جوازونو په صدور او تجدید کې ورته هیڅ ډول ځنډ د منلو وړ نه دی.
د خصوصي سکتور استازو د صنعتي پارکونو له مدیریته شکایت وکړ، غونډې پریکړه وکړه چې د دغه پارکونو د مدیریت د ښه والي لپاره دې خصوصي سکتور له اړوندو دولتي بنسټونو سره د اقتصاد عالي شورا ته مشخصې طرحې وړاندې کړي.
همدارنګه غونډې پریکړه وکړه، د آیسا ادارې د کارکوونکو د وړتیاوو څخه دې یوه بشپړه ارزونه وشي، چې د جمهور رئیس ژمنې سره سم ددغې ادارې هیڅ مستعد کارکوونکی بې سرنوشته پاتې نشي او ددغې ادارې باظرفیته کارکوونکي د وړتیا په اساس دولتي بنسټونو په ځانګړي ډول سوداګرۍ وزارت کې د آزاد رقابت له لارې جذب شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د پانګه اچوونکو د هڅونې په خاطر دې د ثبت، راجستر او د جوازونو د صدور او تجدید په ټولو پروسو کې اسانتیاوې رامنځته شي، ځکه زموږ موخه خلکو ته خدمت کول دي او په دې برخه کې زموږ هره کړنه باید د خصوصي سکتور د تایید وړ وګرځي.
د غونډې دویمه برخه کې، د کرنې وزیر د اقتصاد عالي شورا ته د مرغدارۍ سکتور د ملاتړ طرحه وړاندې کړه. دغه طرحه کې د مرغدارۍ اوسنی وضعیت، موجوده تاسیسات او په دغه سکتور کې د افغانستان ننګونې او اړتیاوې، د ودې امکانات او ننګونو ته د رسیدنې څرنګوالی تر څو په دغه ډګر کې د خودکفايي هدف ته ورسیږي موضوعات شامل دي.
د کرنې وزارت د ارزونو سره سم، دا مهال په ټول افغانستان کې د چرګانو د روزنې ۱۰۸۲۴فارمونه فعالیت لري، چې د ځینو ستونزو له امله دغه سکتور نشي کولای د چرګو د غوښې او هګیو اړتیا پوره کړي، همدغه علت دی چې هېواد ته له بهرنیو  هېوادونو څخه د چرګانو بي کیفیته غوښه او هګۍ واردېږي. په ارزونې کې د افغانستان د خودکفايي لپاره د مرغدارۍ سکتور وړاندیزونه هم ځای په ځای شوي و.
د مرغدارۍ سکتور استازي عزیز الله حسام، له بهر څخه د چرګانو د غوښې او هګیو په وارداتو کې د خپلو تجربو په اړه چې دا مهال د هېواد داخل کې د مرغدارۍ سکتور د پانګه اچوونکي په توګه فعالیت کوي، غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه، د مرغدارۍ سکتور چمتو دی چې د حکومت د ملاتړ په صورت کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې زیاته پانګونه وکړي. د مردغدارۍ سکتور استازي په دغه سکتور کې د انحصار له شته والي غونډې ته شکایت وکړ.
غونډه کې اجرائیه رئیس وویل، له دغه سکتوره د دولت د ملاتړ موخه نه یوازې خودکفايي او متوازنه سوداګري ده، بلکې د افغانستان د خلکو د صحت موضوع هم مطرحه ده باید د بي کیفیته غوښې او هګیو واردات بند شي.
د ولسي جرګې وکیلانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ارزول شوې شمېرې، له داخلي او بین المللي قوانینو سره د مرغدارۍ سکتور د وړاندیزونو تطابق او پلي کېدا په اړه نظر ورکړ. همدارنګه هغوی د ملاتړيزې طرحې د عملي والي په اړه جزئیات وغوښتل او وې ویل هر اقدام باید په داسې توګه ترسره شي چې د چرګو غوښې او هګیو مصرفوونکو ته ستونزه جوړه نشي.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیز محمد خان د چرګانو د ذبحه کولو په برخه کې د بشپړ اسلامي شرایطو نه تطبیق او د وارداتي توکو په کیفیت انديښنه وښوده، چې په دې برخه کې د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس نقیب الله فایق  وویل، دغه اداره د چرګانو د غوښې او هګیو د واردولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو د مشخصو معیارونو تطبیق پيشنهادوي.
د هېواد اجرائیه رئیس وویل، د مرغدارۍ سکتور څخه ملاتړ او په اوسني وضعیت کې تغير راوستل د حکومت پریکړه ده، اوس باید دغه هدف ته د رسیدو څرنګوالی مشخص شي چې کوم ګامونه عملي دي او کومو ګامونو ته په کوم وخت کې اړتیا ده.
جمهور رئیس وویل، زموږ د پالیسۍ موخه مشخصه ده چې په لومړي ګام کې واردات کم شي او بیا افغانستان د خودکفايي خواته لاړ او په اخر کې په یو صادراتي هېواد بدل شي.
غونډې پریکړه وکړه، په وارداتو کې هر ډول انحصار، غیر قانوني او کاملا منع دی، چې سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي. همدارنګه د چرګانو هګۍ چې له بهره واردیږي په مشخصه توګه دې پرې د انقضا تاریخ لیکل شوی وي.
جمهور رئیس دستور ورکړ چې د مرغدارۍ سکتور د تشویق په خاطر دې په دولتي ادارو کې د افغاني اقلامو او موادو د ترجیح ورکولو قانون په بشپړه توګه عملي شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، د هېواد د مرغدارۍ سکتور محصولاتو پېرل، د باکیفیته وارداتو په اړه ډاډ  او د مرغدارۍ سکتور ته د ځمکې چمتو کول د دولت دنده ده، خو په دغه برخه کې مشخصې پانګونې ته ژمنتیا د خصوصي سکتور دنده ده.
غونډې پریکړه وکړه، د مرغدارۍ سکتور برخه کې دې د پانګونې لپاره مناسبه ځمکه په پام کې ونیول شي، او دغه سکتور دې اړوندو دولتي بنسټونو سره یو ځای مشخصه طرحه جوړه کړي چې کومو سېمو کې د کومو شرایطو لاندې د چرګانو فارمونه جوړ شي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته