سیاست

جمهور رئیس غني د کروشیا له جمهور رئیسې سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې۴مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کروشیا له جمهور رئیسې مېرمن کولیندا ګرابار کیتارویچ سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې، اوربند، ترهګرۍ ضد مبارزې، راتلونکو ټاکنو او د هر اړخیزو مرستو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د کروشیا جمهور رئیسې وویل، له افغانستان سره ځانګړې مینه لري او هېواد به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت چوکاټ، اقتصادي، روغتیایي، ټولنیزو، انکشافي  او فرهنګي برخوکې همکاریو ته ادامه ورکړي.
مېرمن کولیندا ګرابار کیتارویچ وویل، هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین غوښتونکی دی.
نوموړې جمهور رئیس غني ته بلنه ورکړه چې د اقتصادي ټیم او خصوصي سکتور د استازو په ملتیا په مناسب وخت کې کروشیا ته سفر وکړي.
جمهور رئیس غني مېرمن کولیندا ګرابار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ کروشیا ته د سفر د بلنې له امله له هغې څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د خلکو په استازیتوب په بېلابېلو برخو کې د کروشیا د همکاریو قدرداني وکړه.
هغه وویل، د اروپا بازارونه زموږ لپاره زیات ارزښت لري او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د افغانستان زعفرانو، جلغوزیو او نورو صادراتي توکو ته د بازارموندنې لپاره ګډ کار وکړي. #
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته