امنیت

د ناټو د هوايي بريد له امله د طالبانو يوقوماندان ووژل شو

کابل باختر دکب څلورمه :
په هلمند ولايت کې د ناټو د جنګي الوتکو د بريد له امله تېره شپه دطالبانويو قوماندان ووژل شو .
دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالاحدچوپان باخترآژانس ته وويل: دغه سړى چې د طالبانودډلې قوماندان دى؛ د هلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په يوه اړونده ساحه کې د ناټو جنګي الوتکو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
  يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې بريدکې ملکي وګړو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى. تراوسه پورې ددغه قوماندان هويت نه دى په داګه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته