کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠نيټه :
د کليو د بيا د جوړولو او پراختيا وزارت د لويديځې دروازې په وړاندې د يوه ځانمرګي بريد له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د باختر آژانس دخبرله مخې :
څو شيبې مخکې يوه ځانمرګي يرغلګر د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د لويديحې دروازې په وړاندې ځان وچاوه .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د دغې پيښې رامنځته کيدل تائيدکړل .
ده وويل: دغه پيښه د سر زيان لري چې دقيق شمېر يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
دپوليسويو خبرځاى يوه چې د پيښې په ځاى کې موظف و، وايي چې په دې پيښه کې پنځه تنه وژل شوي او يوشمېر نور ټپيان شوي دي.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل