هرات باخترد سلواغې ٢ نيټه :
په نشه يي توکو د کابو اويا تنه خياباني روږدي کسان چې د موظف کميسيون تر پاملرنې لاندې يې درملنه شوې ده خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
دغه کسان پخوا د موظف کميسيون تر پاملرنې لاندې د هرات ښار له بېلابېلو ساحو څخه راټول او د ټولنيزو بنسټونو له نشه يي توکو څخه دتېريدو ساحو ته لېږدول شوي و.
مسوولان وايي چې دغه کسان دتېرې يوې مياشتې په بهيرکې تر څارنې او درملنې لاندې وو.
د هرات ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست د غوښتنو دکمښت
د څانګې مسوول ډاکټر سادات د دغه بهير د دوام ډاډ ورکړ.
د دغه پروګرام له پيل څخه تراوسه پورې د موظف کميسيون تر نظر لاندې په هرات ولايت کې په نشه يي توکــــو د کابو پنځه سوه تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده. پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل