کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
د داعش د ډلې د يوه قوماندان په ګډون درې تنه داعشيان پرون په کونړ ولايت کې ووژل شول.
د٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باختر آژانس ته وويل چې دغه داعشيان د افغان ځواکونو په هوايي بريدونوکې چې د وټه پورې ولسوالۍ د کورباغ، د چپې درې ولسوالۍ د ديګل او د پيچ درې ولسوالۍ د بارکنډي په ساحوکې د داعشيانو په پټنځيو ترسره شول؛ ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې د کونړ ولايت په پيچ درې ولسوالۍ کې د داعش د ډلې سيمه ييز قوماندان په قماش مشهور مولوي عبدالله هم شامل دى.
پاىجذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ