ښوونه او روزنه

له قندهار پوهنتون څخه ۵۳۵ تنه محصلان فارغ شول

قندهار باختر د تلې د میاشتې ۲۶ مه
د قندهار پوهنتون د ښوونې او  روزنې له پوهنځي څخه په يوولسمه دوره کې له لسو بېلا بېلو رشتو څخه  ۵۳۵ تنه محصلان چې ۴۵ تنه يې ښځينه دي؛ فارغ شول.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د قندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس عبدالرحمن بابي فارغو شويو محصلانو ته په اشارې سره وويل چې د ښوونې د پياوړتيا په موخه دې هلې ځلې وکړي.
بابي وویل، د ښوونې او روزنې پوهنځی دا مهال په دولسو رشتو کي ۳۰۰۰ تنه زده محصلان روزي چې په وینا يې د ځای د نشتون له امله له ستونزو سره مخامخ دي.
په همدې حال کې د قندهار پوهنتون رېیس ډاکتر حضرت میر توتاخېل فارغو شويو محصلانو ته وویل چې د لرو پرتو سيمو ولسوالیو او د کلیو ماشومانو ته د علم په رسولو کي خپل رسالت ادا کړي.
په ورته وخت کې د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منیب ډاډ څرګند کړ چې فارغو شويو محصلانو ته به په اړندو ادارو کې د کارکولو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د قندهار پوهنتون په روان کال کې له بېلابېلو پوهنځیو څخه ۱۲۶۳ تنه محصلان فارغ کړل چې يو زيات شمېر ښځينه محصلانې هم په کې شاملې وې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته