امنیت

په غزني ولايت کې په نسبي ډول د امنيت ښه والى

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د غزني سيمه ييز مقامات په دغه ولايت کې د امنيت د نسبي ښه والي خبر ورکړ.
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د امنيه قوماندان په توګه د ده له ټاکل کيدو وروسته په نسبي ډول ښه شوى دى.
ده زياته کړه: په هېوادکې له ناوړه حالت او د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د ځينو سيمو د نيول کيدو له دوام او دغه راز له غزني څخه د ناتو د ځواکونو له وتلو سره سره د دغه ولايت امنيتي حالت ښه شوى دى .
امرخيل وويل: د غزني ولايت د زياترو ولسواليو لارې امنې دي او همدا اوس د طالبانو له خوا هيڅ يوه لاره د مسافرانو پرمخ نه ده تړل شوې .
ده زياته کړه: د دغه ولايت د جاغوريو، قره باغ او چغتو په لاروکې د امنيتي پوستو په جوړولو سره دغې لارې ډيرې خوندي شوې او مسافران به ډادمنه توګه تګ او راتګ کوي.
ده زياته کړه: اوس په غزني کې امنيت داسې تامين دى چې د ناتو د سلګونو پوځيانو د شتون په وخت کې د هغوى له ټولو امکاناتو سره شتون نه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته