کابل باختر دتلي درې ويشتمه :
دبدخشان ولايت په يوه واټ کې نن دماين دچاودنې له امله يوه ښځه شهيده او دوه تنه سيمه ئيز پوليسان ټپيان شول .
دبدخشان دوالي وياند نيک محمد نظري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ښځه ددغه ولايت دخاش ولسوالۍ په شهران کلي کې دماين دچاودنې له امله شهيده شوه .
ده څرګنده کړه چې په دې چاودنه کې دوه تنه سيمه ئيز پوليسان هم ټپيان شوي دي .
نظري وويل چې دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى کړى شوي و .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ