امنیت

په بغلان کې يوتن د الکولي مشروباتو د جوړولو تورونيول شو

٥١- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د بغلان پوليسو نن په دغه ولايت کې د الکولي مشروباتو د توليد يوه کارخانه ويجاړه کړه .
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د باختراژانس خبريال ته وويل د بغلان له نشه يي توکوسره د مبارزې پوليسو د پلخمري ښار د شمرق په ساحه کې د عملياتو په بهير کې د الکولي مشروباتو د توليد يوه دستګاه له ١٥٠ ليترو الکولي مشروباتو او دغه راز له يوې اندازې خوسا شويو مميزو سره له منځه يوړل.
بشارت زياته کړه په دغو عملياتوکې يوتن له دوو وسلو سره نيول شوى دى.
د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د الکولي مشروباتو درې سترې کارخانې کشف اوله منحه وړل شوې وې.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته