شبرغان باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې د تورن په نامه د وسله والو طالبانو يو کليدي قوماندان هم شامل دى.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د جوزجان ولايت د آقچې ولسوالۍ د شهيد جبار په کلي کې د ملي اردو د منسوبينو په عملياتو کې ووژل شول او درې تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شول.
په آقچې ولسوالۍ کې د دښمنانو د ځپلو په خاطر پوځي عمليات دوام لري.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ