امنیت

نهه ويشت تنه لمونځ کوونکي په هرات کې شهيدان شول

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١١  :
ډار اچوونکو تيرماښام نهه ويشت تنه لمونځ کوونکي په هرات ښارکې شهيدان کړل.
عيني شاهدان وويل دوو تنو ډاراچوونکو دهرات ښار دبکرآباد جواديه  جومات ته  ننوتل   او په لمونځ کوونکو يې ډزې  وکړې اوځانمرګي بريد يې وکړ.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې پيښه کې  نهه ويشت تنه لمونځ کوونکي شهيدان  شول  او څلور  شپيته تنه نور  لمونځ کوونکي ټپيان شول  چې په شهيدان  اوټپيانو کې  ماشومان هم شامل  دي.
دهرات په ر وغتون کې ډاکترانو ديوشميرټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
په همدې حال کې دهرات ښار يو زيات شمير اوسيدونکي دټپيانو دژغورنې  په خاطر روغتون ته راغلل او وينه يې ورکړه .
دهرات ښار يوشمير اوسيدونکي  په داسې حال کې چې په دغه ناوړه عمل يې کرکه څرګندوله  وويل چې په لمونځ کوونکو بريد داسلام دمبين دين پرخلاف اودټولوديني لارښوونو پرخلاف دي .
دغور ښاريانو څرګنده کړه چې دنړۍ مسلمانان اوپه تيره بيا دافغانستان مسلمانان دډاراچوونکو او د هغو د  ملاتو پرخلاف پاڅون   وکړي  او د  هغوى جرړې   له   هېواد څخه وباسي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته