سیاست

جمهوررئیس غني د قول اردوګانو قوماندانانو ته په خطاب کې: ستاسې مېړانه او سرښندنې د افغانستان د پايښت د تضمین او د خلکو او نړیوالې ټولنې د اعتماد لامل شوي

کابل باختر د کب اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د هېواد د قول اردوګانو له قوماندانانو سره چې د "نصرت ۹۷ عملیاتو " کنفرانس کې د ګډون په خاطر کابل ته راغلي وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې د ۲۱۵ قول اردو قوماندان تورنجنرال احمد ولي احمدزي، د هلمند د ۵۰۵ زون قوماندان برید جنرال داوود تره خېل او د کندز ولایت د امنیت رئیس برید جنرال سید امیرشاه سادات د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی د خالد عملیات بریالی وبلل، جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته یې د خلکو د د فاع او ځمکنۍ بشپړتیا او د انکشافي او زیربنایي پروژو د امنیت د تامین ډاډ ورکړ.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خالد عملیاتو دبریالي ترسره کېدو په خاطر د مننې ترڅنګ یې وویل، ستاسې مېړانې اوسرښندنو د افغانستان پايښت تضمین کړې او د خلکو او د نړیوالې ټولنې د اعتماد لامل شوي.
جمهوررئیس زیاته کړه: تاسو د مسلکي او ملي قواو په اړه ملي اجماع رامنځته کړې او اوس زموږ تمرکز د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو پر اصلاحاتو دی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي قوا، مسلکي ځواکونه دي او په ټولو خلکو پورې اړه لري او د قوې رواکارول به دغو ځواکونو پورې منحصر دی.
جمهوررئیس غني، پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو اعتماد یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله وې ویل، د ټاپي پروژې د کار د پیل د امنیت تامین او په دې برخه کې د رامنځته شوې همغږي له امله د لویدیځ زون ټولو خلکو او عالمان ستاسو ستاینه او پر تاسو ویاړ کاوه.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د انکشافي پروژو امنیت باید تامین شي، ځکه د خلکو ژوند او هوساینه د دغو پروژو تطبیق او انکشاف پورې تړلی دی.
جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتورله مسوولینوڅخه وغوښتل چې له خالد عملیاتو څخه شوې  زده کړې په نصرت عملیاتو کې تطبیق کړي.
محمد اشرف غني د نظامي قرارګاو او جزوتامونو د اساسي تحکیماتو پر جوړولو ټینګار وکړ وې ویل، زیانمنونکې سیمې باید په نښه او د اساسي تحکیماتوپه جوړولو اقدام وشي..
همداراز جمهوررئیس د ښارونو پر ارزښت ټینګار وکړ وې ویل، دښمن زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخې جګړې توان نه لري او باید د هر ښار لپاره مشخص امنیتي پلان جوړ کړو.
جمهوررئیس د پارلماني او جمهوري ریاست د ټاکنو پر امنیت ټینګار وکړ زیاته یې کړه، د ټاکنو د امنیت تامین باید زموږ د امنیتي پلانونو  برخه وي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانې او سرښندنو د سولې د طرحې لپاره شرایط برابر کړي او سولې ته د رسېدو لپاره به د خلکو او د هېواد د  ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې کوم غفلت هم ونه شي.
جمهوررئیس د خلکو د امنیت تامین د حکومت په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور اساسي موخه وبلله او دسرد زیاتو زيانونو پر مخنیوي یې ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني  د خپلو خبرو په پای کې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته دستور ورکړ چې د هغو سرتېرو او افسرانو ترفیع ته جدي پاملرنه وکړي چې د جبهې په لومړۍ کرښه او د هېواد په لیرې پرتو کلیو کې د خلکو او د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته