کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٢ :
پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان پرون په کندز ولايت کې ووژل شول.
د ٨٠٨ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه وسله وال طالبان د پوځيانو په عملياتو کې دکندز ښار په دشت ارچي او تلوکه ولسواليو کې ووژل شول.
دکندز دحوزوي روغتون رئيس ډاکتر نعيم منګل باخترآژانس ته وويل په تيرو دوو ورځو کې د ملکي خلکو ديرش تنه ټپيان او دوه شهيدان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ