امنیت

د لغمان والي د ټپيانو او ناروغانو د احوالو پوښتنه وکړه

-کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په داسې حال کې چې د ولسي جرګې غړى نقيب الله محبت، د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمدزمان وزيري، د لغمان د ولايتي شورا يوشمېر وکيلانو، د لغمان ولايت امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او نور دولتي چارواکو ورسره ملګري وو؛ د ٢٠١ سيلاب قول اردو په سل بستريز روغتون کې د ټپيانو او ناروغانو د احوالو پوښتنه وکړه .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په دې کتنه کې له ناروغانو سره نغدي مرسته هم وشوه
د لغمان والي د روغتون ډاکترانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپيانو او ناروغانو درملنې ته زياته پاملرنه وکړي .
دغه راز د لغمان والي د ٢٠١ سيلاب قول اردو په قوماندانۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې د امنيتي مسئلو په باب خبرې  وکړې او له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه يې وغوښتل چې د امنيت په تامينولو او د مخالفينو په ځپلوکې په همغږي سره عمل وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته