امنیت

جمهور رئيس احمدزي د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو له پوځ سره وکتل

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن سهار په داسې حال کې چې د دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي او لوی درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي هم ورسره ملګري وو، د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو د فرقې له پوځ سره د ریشخور په سیمه کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
جمهور رئيس، له دغو کومانډو ځواکونو سره د اختر مبارکۍ پر مهال د مننې په ترڅ کې وویل چې دوی د افغانستان د ویاړ وړ دي، چې په ډېرو سختو حالاتو کې يې د افغانستان ساتنه کړې ده.
په دې کتنه کې جمهور رئیس کومانډو پوځ ته د ستونزو د حل او د اوصولو په پام کې ساتلو په لاره کې لازمې لارښوونې وکړې.
جمهور رئيس احمدزي وویل چې له دې وروسته هېڅ قول اردو اجازه نه لري چې د کوماندو د خاصې فرقې پوځ له خپلې ټاکلې مودې ډېره په سیمه کې وساتي او ستاسو څخه به د یوې پیاده قوې په توګه کار نه اخیستل کيږي.
ډاکټر احمدزي زیاته کړه چې د بریدملانو د پرمختګ لپاره هغه مقرره باید ژر ترژره ترتیب شي چې دوی ته د افسر کېدو زمینه برابروي، همداراز هغه سرتېري چې په رضاکارانه توګه يې په کوماندو پوځ کې برخه اخیستې ده، د دولت لخوا به د مننې وړ وګرځي او خاص امتیازات چې په همدې برخه کې دي، ژر ترژره دوی ته هم ورکړل شي.
جمهور رئيس احمدزي په خپلو خبرو کې روان کال یو خاص کال وباله او دا يې وویل چې په دغه کال کې له بهرنيو ځواکونوڅخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو بهير پای ته رسيږي او هغه وخت به افغان ځواکونه سل په سلوکې د دغې خاورې د ساتنې مسوولیت لري.
ډاکټر اشرف غني احمدزي د افغانستان پوځ ته دا ډاډ هم ورکړ چې په بریالۍ توګه د دندې له سرته رسولو سره سم به هغوی ته د دوی د خوښې وړ مډالونه ورکړي.
جمهور رئيس د تل پاتې سولې د عملي کولو په اړه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د دغې خاورې د هر ماشوم او مېرمنې له حقونو څخه دفاع کوي.
ډاکټر احمدزي د افغانستان د ملي اردو پوځ ته د امنیتي قرارداد  د محتوا د ساتلو په اړه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ځواکونو ټول امکانات به برابروي او هغو ستونزو ته به د حل لاره ومومي چې په هوايي او نورو برخو کې موجودې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته