کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٣ :
د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره هلې ځلې کوي چې د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د هوا پوهنې د څانګې مسووليت له بهرنيو ځواکونوڅخه افغانانو ته وليږدوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملياتي مرستيال محمودشاه حبيبي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ زياته کړه: هوا پوهنه په هوايي ډګرونوکې يوه ډيره مهمه برخه ده چې افغانانو ته د دغه مسووليت ليږدول يو نيک اقدام دى او زيات ارزښت لري.
د يادونې وړ ده چې د حامدکرزي نړيوال هوايي ډګر اوس د هوايي ترافيکو د خدمتونو د تنظيمولو، اور وژنې، انجنيرۍ، مصوونيت او د هواپوهنې په پنځو اساسي برخوکې د متخصص په کچه افغان کادرونه روزل شوي دي او دغه چارې په مسقلانه ډول اوپه ځينوبرخوکې د ناتو له سلاکارانوسره يو ځاى په ګډه پرمخ وړي.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملياتي مرستيال زياته کړه: زيات ټينګار د کورنيو ځواکونو او ظرفيتونو په روزنې دى او په همدې مقصد اوس يو زيات شمېرځوانان په هېواد او بهرکې د هوايي چلند د بېلابېلو برخو د علومو په زده کړې بوخت دي او هغو چې خپلې زده کړې پاى ته رسولې او هېواد ته راستانه شوي دي؛ دا دى په بېلابېلو برخوکې د دندو په ترسره کولو بوخت دي .
حبيبي په خپلو خبروکې د بهرنيو ځواکونو د هر اړخيزو همکاريو له امله په تېره بيا د هېواد د هوايي ډګرونو د سمبالولو، لارښوونې او ودې په لاره کې ترسره کړي دي؛ مننه او قدرداني وکړه.
د دغې خبري غونډې په دوام د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې د ناتو استازو هم خبرې وکړې .
دوى په خپلو خبروکې ټينګار وکړ چې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
0 1 دقیقه لوستل