روغتیا

په کال کې څه دپاسه ٩٥٠٠ تنه ماشومان په پرانستې فضا کې درفع حاجت له امله درامنځته شويو ناروغيو په دليل مري .

-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
ددايکنډي ولايت مرکز نيلي ښار دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا دلومړۍ پاک ښار په توګه معرفي شو .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  وزارت وياند اکبر رستمي باختراژانس ته وويل چې ددغه وزارت مالي او اداري معين معراج الدين شمس له معياري تشنابونو څخه داستفادې په خاطر دنيلي ښار اوسيدونکي وستايل .
دځينو کسانو په باور له معياري تشنابونو څخه استفاده دناروغيو دکچې دټيټوالې  سبب کيږي  او په همدې دليل  د دايکنډي  ولايت مرکز نيلي ښار دپاک ښار په توګه معرفي شو .
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت معين فدامحمد پيکار وايي چې کال په کال  څه دپاسه  ٩٥٠٠ تنه ماشومان په هېواد کې په پرانتسې  فضا کې درفع حاجت  له امله  درامنځته شويو ناروغيو  په دليل مري .
ده زياته کړه چې په پرانستې فضا کې رفع حاجت دنس ناستې دناروغيو او آن دونې دلڼد والي سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته