فرهنګ

خبرتيا

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٥
د بيهقي کتابونو دخپرونو د رياست خبرتيا :
د بيهقي کتابونو دخپرونو رياست د جيوديزۍ او کارتوګرافۍ رياست په همکارۍ د ١٣٩٦ هجري لمريز کال د کليزي پروف برابر او استفادې ته يې چمتو کړې ده .
دولتي ادارې ، بهرنۍ موسسې، خصوصي خپرونې او هغه ټول مينه وال چې د ١٣٩٦ کال د کليزې د چاپولو غوښتوونکي وي؛ د پروف د ترلاسه کولو په مقصد دې په دويم مکروريان کې د آزادۍ مطبعې (دولتي) د ودانۍ څلورم پوړ د بيهقي کتابونو د خپرونو رياست ته وړشي .
د يادونې وړ ده: هغه دولتي او غير دولتي بنسټونه چې د ١٣٩٦کال کليزه په خپل سر او د اشخاصو له خوا طرحه او استخراجوي؛ د اعتبار وړ نه ده او د چاپولو په صورت کې راتلوونکى مسوليت د هغې د استخراجوونکي او ويشوونکي په غاړه دى او تر څارنې لاندې به ونيول شي.
دغه راز له شخصي مطبعو او دولتي او خصوصي بنسټونو څخه غوښتنه کيږي چې له يوه پروف څخه دې يوازې يوه اداره استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته