کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دخوست ولايت ځوانانو او مدني فعالانو له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
هغوى په يوه غونډه کې وويل: دامنيت دتامينولو او دتروريزم پرخلاف دمبارزې لپاره به له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي
دغو ځوانانو د پوځيانو سمبالښت او روزنه په هېواد کې دناامنيو او تروريزم پرخلاف دبرياليتوب يوازنې لاره وبلله او له دولت او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې دغه اصل ته پاملرنه وکړي .
دخوست والي حکم خان حبيبي په دې غونډه کې دامنيت په تامينولو او دتروريزم پرخلاف مبارزه کې دځوانانو او مدني فعالانو ملاتړ ارزښتناک وباله .
ده وويل: ځوانان دهرې ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري .
مدني فعالانو او ځوانانو په دې غونډه کې دافغانستان دخلکو په وړاندې جګړه داسلامي لارښوونو پرخلاف وبلله .
0 1 دقیقه لوستل