امنیت

دهرات يو اوسيدونکي دسړي تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

کابل باختر د  لړم ديرشمه :
دهرات يو اوسيدونکي دسړي تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .
دخبرونو له مخې ، سړي تښتوونکو درې ورځې مخکې دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ يو اوسيدونکى وتښتاوه او دکشک رباط سنګي  په ولسوالۍ کې دخپل په  پټنځاى کې يې ساته .
  دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل  چې سړي تښتوونکو ددغه ځوان دازادولو په بدل کې دزياتو پيسو غوښتنه کړې وه
ده وويل چې دغه ځوان دامنيتي مامورانو دځانګړو عملياتو په بهير کې دسړي تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو او دوه تنه سړي تښتوونکي هم ونيول شول .
  ختم_ شکريه +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته