نړۍ

د سرتاج عزيز خبرې له يوې بلې سره اړخ نه لګوي

کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د پاکستان د صدر اعظم د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيزکله چې وغواړي د طالبانو او له تروريزم سره د مبارزې په باب خبرې وکړې؛ د ده خبرې له يوې بلې سره اړخ نه  لګوي .
  څو ورځې مخکې چې پاکستان د ډيورنډ په فرضې کرښه کې د خپلو تعرضونو په باب نړيوالو ځواکونو ته قانع ورکوونکي دلايل وړاندې نه کړاى شول او د تروريرزم پرخلاف دناتو په مشرۍ د ائتلاف دغندنې وړ وګرځيد او له تروريزم سره د مبارزې په کارکې دپاکستان دوه مخې سياستونه ټولو او په تېره بيا دغه سيمه ئيز همکار، د امريکا متحده ايالاتو بربنډ شول چې پاکستان له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې په خپلوژمنو هيڅکله رښتينى نه دى، بلکې د هغې مودې په بهيرکې چې له تروريزم سره د مبارزې خبرې کيږي او د نړيوالوځواکونوپه منځګړيتوب د افغانستان دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو موضوع طرحه کيږي؛ پاکستان خپله ژمنه نوې کوي او هلې ځلې کوي چې له هغه نفوذ څخه په استفادې سره چې وسله وال مخالفين او تروريستي شبکې يې په خپله خاوره کې لري؛ مخالفين او د تروريستي شبکو مشرانو خبرو ته اړ باسي، خو په عمل کې دا کار نه کوي، بلکې له تروريستانو او تروريستي شبکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي . 
د پاکستان د صدر اعظم دبهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز په دې وروستيو وختوکې د ملي او نړيوالو رسنيو استازو ته وويل: که چيرې په طالبانو او په تروريستي شبکو زور واچول شي؛ د هغوى غچ اخستوونکي بريدونه زياتيږي .
ددغه سياستوال له خبرو څخه معلوميږي چې له هغو سره نږدې اړيکې لري او هيڅکله د هغو ډلو په وړاندې چې د افغانستان د خلکو پرخلاف خپلو تروريستي عملونو ته دوام ورکوي او د سولې له بهير سره نه يو ځاى کيږي، د خپل حکومت  د پخوانيو ژمنو له عملي کولو سره علاقمندي نه لري او لا تر اوسه پورې په هغو ژمنو چې د خبرو ميزته د مخالفينو د راکښلو په خاطر په څلور اړخيزو غونډو او نورو غونډوکې کړې دي؛ ولاړ نه دى.
د سرتاج عزيز له څرګندونو څخه چې که چيرې په دغه هېوادکې په تروريستي ډلو فشار زيات شي، ښايي ترورويستي بريدونه هم زيات شي، زيات وخت نه دى تېر شوى چې ده د شنبې او يکشنبې په ورځوکې د سناتور جان ميکن په مشرۍ د امريکا د کانګرس له هيئت سره په پخپلې وروستۍ کتنه کې ويلي دي: د تروريستي ډلو پرضد د پاکستان د مبارزې دفاع کوم .
د سرتاج عزيز دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په خپله يې اقرار کړى دى چې د وسله والوطالبانو د ډلې مشران په پاکستان کې ژوند کوي او له ښو روغتيايي خدمتونو څخه هم  ګټه اخلي .
نو معلومه نه ده چې دغه پاکستاني سلاکار به د امريکا د کانګرس  له هيئت په وړاندې له چاسره د کومې مبارزې دفاع وکړي .
په زيات ګومان چې د پاکستان دغه ناحقه او بې عمله دفاع يوازې د تروريستي شبکو په تېره بيا د حقاني د شبکې پرخلاف د مبارزې او د دغو شبکو د له منځه وړلو په کارکې د امريکا د دولت د مرستو  د بيا جلبولو په موخه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته