سیاست

داجرائيه رياست مرستيال انجنير محمدخان دخواشينۍپيغام

کابل باختر دوري  يوولسمه
ټرافیکې پېښې د انتحاري حملو په شان زموږ ملت له یوه سترګواښ سره مخ کړی دی
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې نن یوځل بیا د زابل په ولایت کې د ۳۰۴ مسافر وړونکي موټرد یوه مازدا موټر سره د ټکرپه پېښه کې زموږ یو شمیر هېواد وال شهیدان او ټپيان شوی دي.
له بده مرغه باید ووایم چې دترانسپورتي شرکتونو ترمنځ ناسالم رقابت، د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي داړونده دولتي مسؤلینو بې غوري اوپه نشو روږدیتوب دترافیکي پیښو اصلي لاملونه دي.
د دغه ډول پیښو دمخنیوي لپاره باید لازم اقدامات ترسره شي، تر څنګ یې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کوم چې دپیښې عاملین په ګوته او د قانون منګلو ته وسپاري.
د دغې پیښې د قربانیانو کورنیو ته دخواخوږۍ اوکورنيو ته يې د ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانوته عاجله شفاء غواړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته