کابل- باختر د سلواغې دمیاشتې ۳
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې دلغمان ولایت جید دیني عالم الحاج مولوي غلام رسول د څلور نوي کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
انالله و انا الیه راجعون
مرحوم مولوي غلام رسول له علم او معارف سره ځانګړې مینه لرله. ټول عمر یې د علم خدمت وکړ، د معلم او مدرس په توګه یې د هېواد بچیان وروزل. د ارواښاد مولوي غلام رسول مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د مرحوم کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او د لغمان ولایت ولسونو ته د ده د وفات تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ