نيويارک ايرنا باختر دچنګاښ دمياشتې ١٨ :
د ملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بان کي مون دافغانستان دحکومت دمقاماتو او دافغانستان دطالبانو داستازو ترمنځ دخبرو ملاتړ وکړ او دغه اقدام يې په افغانستان کې د نا امنيو دپاى ته رسولو لپاره ددغه هېواد دخلکو غوښنو ته يو ځواب وباله .
د ايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې : د ملګرو ملتو دسازمان وياند ستيفن دوجاريک پرون په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې بان کي مون د يوې وينا په خپرولو سره دافغانستان دحکومت او دطالبانو داستازو ترمنځ دسولې د خبرو دترسره کولو ملاتړ کړى دى.
ده وويل:
بان کي مون په دې وينا کې ويلي دي: هر راز هلوځلو او خبرو چې دافغانستان د حکومت او ملت له خوا په دغه هېوادکې د سولې او آرامۍ د ټينګښت په مقصد ترسره کيږي؛ ملاتړ کوي.
1 1 دقیقه لوستل