امنیت

د طالبانو د ډلې د لومړۍ ردې يو غړى د امريکا د ماليې وزارت په تورلست کې شامل شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٤ :
د امريکا د ماليې وزارت د طالبانو د ډلې د لومړۍ ردې غړي په شمتنيو يو لړ محدوديتونه وضع کړي دي.
د امريکا د ماليې وزارت ويلي دي چې د عبدالرشيد بلوڅ په شتمنيو چې د دغې ډلې د واکمنۍ په وخت کې د نيمروز  او د کندز د والي په توګه يې دنده ترسره کړې ده؛ يو لړ محدوديتونه وضع شوي دي.
د امريکا د ماليې وزارت د مقاماتو دڅرګندونوله مخې: عبدالرشيد بلوڅ په پراخه توګه دنشه يي توکو په قاچاقوکې ونډه لري چې ترلاسه شوې پيسې يې په طالبانو پورې اړه پيداکوي.
د امريکا د ماليې وزارت دغه راز ويلي دي چې دى د تروريستي فعاليتونو او د نشه يي توکوتو په قاچاقوکې د لاس لرلو په تور نيول شوى و چې يو کال وروسته په تيښتې بريالى شو.
عبدالرشيد بلوڅ د افغانستان په ځينو سيمو د يو لړ تروريستي فعاليتونو په سازمان ورکولو له دې جملې څخه په کندز ولايت کې تورن دى.
د امريکا دماليې وزارت په تور لست کې د عبدالرشيدبلوڅ  شامليدل به د طالبانو  د لومړۍ ردې د دغه غړي په سوداګريزوتحرکاتوکې زيات کمښت رامنځته شي.
بايد وويل شي چې  طالبان خپلې مالي چارې د هغو شرکتونو له پوښښ څخه چې په پاکستان او د خليج په يوشمېر هېوادونوکې  فعال دي؛ اداره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته