کابل باختر د وري د مياشتې ١٥ مه:
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ایران د اسلامي جمهوریت او د ٥+١هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې د حل لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کېدو په موخه د شوې موافقې هرکلی کوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه توافق د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه بولي او له هغه څخه ملاتړکوي.
د یادونې وړ ده چې د ٥+١ په هېوادونوکې امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین، روسیه او آلمان شامل دي.#
1 د یوې دقیقې څخه لږ