کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
دوه تنه وسله وال مخالفين پرون په قندهار ولايت کې دملي اردو دځواکونودچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دوه تنه وسله وال مخالفين د قندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې
دملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول په دغو عملياتو کې يوه اندازه
وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :
پنځه تنه وسله وال طالبان کله چې يې غوښتل دوسايطو ضديو ماين دميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي ، ماين پردوي وچاوديد او پنځه واړه ماين ښخوونکي ووژل شول.
په يوه بله ورته پيښه کې درې تنه ماين ښخوونکي د قندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ په مر بوطاتو کې کله چې يې غوښتل دوسايطو ضد يو ماين ښخ کړي ماين پر دوي وچاوديد او ووژل شول.
0 1 دقیقه لوستل