کابل، چنګاښ۲۱مه، باختر
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې هغه ستره امریکايي چینوک چورلکه يې بېرته رغولې، چې د نظام د بدلون پرمهال ویجاړه شوې او له کاره لوېدلې وه.
یاد وزارت پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې دغه امریکايي چینوک چورلکه د یاد وزارت د تخنیکي هوايي ټیم د هڅو او زیار په پایله کې بېرته ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې ده.
هېره ده نه وي چې د ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې هم څو ویجاړي شوې چورلکې بېرته ترمیم کړې وې چې اوس مهال د اسلامي امارت هوايي ځواک ترې ګټه پورته کوي.
افغانمل