سیاست

محمد يونس قانوني دخوست له والي او ددغه ولايت له يو شمير مشرانو سره وکتل

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن غرمه دخوست له والي عبدالجبار نعيمي او ددغه ولايت له يو شمير مشرانو سره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دخوست له والي اومشرانو سره په کتنه کې په داسې حال کې چې په ملي شورا کې ددغه ولايت استازي هم حاضر و ، وويل چې په دغه ولايت کې دشتو ستونزو په باب  پوره معلومات لرم ځکه دافغانستان په ملي شورا کې په خپلو کاري دورو کې چې هغه په وار وار په ملي شورا کې دخوست دخلکو داستازو له خوا اوريدلي دي
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه ټول افغانان په دې پوهيږي چې دخوست  ميړنيو خلکو دخپلو ديني ارزښتونو او زموږ دګران هيواد افغانستان  ددفاع او ساتنې په لاره کې بې سارې سرښندنې  کړي دي اوله دې امله  دولت مکلفيت لري چې هغوي ته دخدمت په لاره کې بې پروايي ونه کړي .
په دې کتنه کې دخوست والي ددغه ولايت دخلکو ستونزې چې کلونه کلونه  کيږي دوي ورسره لاس او ګريوان دي  طرحه کړې او په دې برخه کې يې  دجمهوري رياست دلومړي مرستيال دپاملرنې غوښتنه وکړه . 
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا ، فوايد عامې ، دکرنې او اوبو لګولو ، ملي دفاع او دترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو  ته لارښوونه وکړه چې ډير ژر دې دخپلو اړوندو وزارتونو له لارې دهغو ستونزو په حل کولو لاس  پورې کړي چې دخوست خلک ورسره مخامخ دي .
دغه راز دجمهوري رياست لومړي مرستيال نن غرمه دهيواد دفريفات او دسوک وهلو دڅانګو له يو شمير ورزشکارانو سره دصدارت دکنفرانسونو په سالون کې وکتل .
  دجمهوري رياست  لومړي مرستيال دورزش په ټولو برخو کې دهيواد دلوبغاړو دنه ستړې کيدونکو هلوځلو اوکړنوله امله قدرداني وکړه اوويې ويل  چې ستاسو وياړنې دهرافغان دوياړ او سرلوړى سبب دى .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې کتنه کې  ورزشکاران دسوغاتونو په ورکولو سره وستايل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته